پاکستان: له چین سره اقتصادي دهیلز کې افغانستان هم شریکوو

6 میزان 1400 ساعت 8:50

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، هېواد یې له چین سره په ګډ اقتصادي دهلیز کې د افغانستان د شاملولو نیت هم لري.


کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، هېواد یې له چین سره په ګډ اقتصادي دهلیز کې د افغانستان د شاملولو نیت هم لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان سفیر دغه څرګندونې له رویټرز سره په مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده، له طالب مشرانو سره يې د خبرو عمده برخه د سیمې پر اقتصادي وضعيت را څرخي.

پاکستاني سفير په دې اړه نور څه نه دي ويلي او طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142995

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142995/

جمهور
  https://www.jomhornews.com