۰

یو شمېر افغان مېرمنې د اروپا پارلمان له خوا د سخروف جایزې ته نوماندې شوې

سی شنبه ۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۹
د اروپا د پارلمان مرستیالې هایدي هاوتالا وايي، یو شمېر افغان مېرمنې رسماً د اروپا د پارلمان له خوا د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوې.
یو شمېر افغان مېرمنې د اروپا پارلمان له خوا د سخروف جایزې ته نوماندې شوې
د اروپا د پارلمان مرستیالې هایدي هاوتالا وايي، یو شمېر افغان مېرمنې رسماً د اروپا د پارلمان له خوا د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن هاوتالا ویلي، دا افغان مېرمنې په خپل هېواد کې د مبارزې، بشري حقونو او ډموکراسۍ د دفاع لپاره د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوې دي.

نوموړې زیاته کړې، د دغو ښځو مېړانه عالي ده، هغوی ځان له خطر سره مخ کړی، څو د هغه څه لپاره چې موږ ته ډالۍ شوې، مبارزه وکړي.

په دغه نومول شویو افغان مېرمنو کې شهرزاد اکبر، ظریفه غفاري، ماري اکرمي، پلوشه حسن، فرشته کریم، صحرا کریمي، میترا مهران، حوریه مصدق، سیما سمر، حبیبه سرابي او انیسه شهید شاملې دي.

دغه راز د افغان مېرمنو تر څنګ د روسیې د حکومت سرسخته منتقد الکسي ناوالني هم د دې جایزې رسمي نوماند اعلان شوی.

د یادونې ده، چې د سخروف جایزې ګټونکي به د اکتوبر په ۲۱مه یعنې په څه کم یوه میاشت کې اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي