غلام محمد اسحاقزي د ملګرو ملتونو عمومي غونده کې له وینا تېر شو

6 میزان 1400 ساعت 9:04

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی عمومي اسامبلۍ ته له پلان شوې وینا تېر شو.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی عمومي اسامبلۍ ته له پلان شوې وینا تېر شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې اسحاقزی پرون دوشنبه د تلې ۵ مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې وینا وکړي، خو په وروستۍ شېبه کې یې نوم د ویناوالو له لېسته لېرې شو.

د ملګرو ملتونو یوې ویاندې مونیکا ګرایلي ویلي، افغانستان په عمومي بحث کې له ګډونه ځان و ایست او د علت په اړه یې هم دوی نه دي خبر.

خو له دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي و، چې دوی ته د وینا اجازه ورکړي او دغه راز د قطر د دفتر غړی سهیل شاهین یې د استازي په توګه ورمعرفي کړی و.

طالبان وايي، دوی ټول هغه شرطونه پوره کړي، چې په ملګرو ملتونو کې د یوه هېواد د حکومت د رسمي پېژندلو لپاره ټاکلي دي او ملګري ملتونه باید د دوی استازي ته اجازه ورکړي، ځکه دا د افغانستان حق دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 142998

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142998/

جمهور
  https://www.jomhornews.com