جرمني:

له طالبانو سره خبرې کوو، خو دوی باید له نړیوال ترورېزم سره هېڅ تړاو ونه لري

6 میزان 1400 ساعت 9:50

د هند لپاره د جرمني ځانګړی استازی وایي، هېواد به یې له طالبانو سره په دې شرط خبرو ته حاضرېږي، چې دغه ډله له نړیوال ترورېزم سره هېڅ تړاو ونه لري.


د هند لپاره د جرمني ځانګړی استازی وایي، هېواد به یې له طالبانو سره په دې شرط خبرو ته حاضرېږي، چې دغه ډله له نړیوال ترورېزم سره هېڅ تړاو ونه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په هند کې د جرمني ځانګړي استازي والټر لینډلر پرون دوشنبې د تلې ۵ مه ویلي، جرمنې د طالبانو په رسمیت پېژندلو اراده نه لري.

خو په وینا یې خبرې ورسره کوي، هغه هم په دې شرط چې طالبان به له نړیوال ترورېزم سره هېڅ راز تړاو او اړیکه نه لري.

په ورته وخت لینډلر دا خبرداری هم ورکړي، چې د طالبانو په واک ته رسېدو سره ممکن نړیواله ترهګري پیاوړې شي.

نوموړي ویلي«لومړی، موږ به له طالبانو سره د ټیټې کچې خبرې وکړو، دا هغه څه دي چې موږ په دوحه کې درلودل، د طالبانو او افغانستان لپاره زموږ شرط دا دی چې هغوی له نړیوال ترورېزم هېڅ ملاتړ ونه کړي.»

دی وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بریا وروسته د ترهګرۍ د زیاتېدو د احتمال په اړه یې خپله اندېښنه له هندي چارواکو سره شریکه کړې او ټینګار یې کړې، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون هېڅ لویه نړیواله مساله د هند له حضور پرته نه شي حل کېدی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143005

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143005/

جمهور
  https://www.jomhornews.com