۰
امریکايي سناتوران:

سپینه مانۍ باید کابل کې د وروستي برید په اړه لا ډېر وضاحت ورکړي

سی شنبه ۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۴
د امریکا دیموکراتو سناتورانو په یوه لیک کې له سپینې ماڼۍ په کابل کې د وروستي هوايي برید او ملکي مرګ ژوبلې په اړه د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده.
سپینه مانۍ باید کابل کې د وروستي برید په اړه لا ډېر وضاحت ورکړي
د امریکا دیموکراتو سناتورانو په یوه لیک کې له سپینې ماڼۍ په کابل کې د وروستي هوايي برید او ملکي مرګ ژوبلې په اړه د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دیموکراتو سناتورانو ویلي، دغه ډول غیر مسوولانه بریدونه د امریکا پر وړاندې کرکه پاروي او ترهګرې ډلې پياوړې کولی شي.

 سناتورانو ټینګار کړی چې باید د دغه برید په اړه هر اړخیزه پلټنه وشي او تر څنګ یې دې د خونړیو وسلو د کارولو پر تګلاره هم بیا کتنه وشي.

دوی په لیک کې ویلي، د بې پيلوټه الوتکو په کارونه کې تل ملکي مرګ ژوبله رامنځ ته شوې نو له همدې امله د امریکا حکومت ته په کار ده چې د بېګناه وګړو د خوندیتوب او دغه ډول وسلو د کارونې په اړه خپله پالیسي بدله کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي