۰

خلیلزاد: که طالبان ژمنې عملي کړي امریکا به یې په رسمیت وپېژني

سی شنبه ۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۰
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که طالبان پر ژمنو عمل وکړي، نو د امریکا له لوري به په رسمیت وپېژندل شي.
خلیلزاد: که طالبان ژمنې عملي کړي امریکا به یې په رسمیت وپېژني
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که طالبان پر ژمنو عمل وکړي، نو د امریکا له لوري به په رسمیت وپېژندل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې په خپله تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، طالبان دمګرۍ د امریکا لپاره خطر نه دي.

نوموړي ټینګار کړیو که دغه ډله پر خپلو زمنو عمل وکړي نو امریکا یې په رسمیت پېژني او د نړیوالو اړیکې به هم ورسره ښې شي.

خلیلزاد یو ځل بیا د کابل د ناڅاپي سقوط او دومره ګډوډیو عامل پخوانی ولسمشر اشرف غني بللی او په خبره یې د تېرو هوکړو پرخلاف هغه بین الافغاني خبرې ناکامې کړي او له کابل وتښتېد.

دی وايي، ټاکل شوې وه چې واک په سوله ییزه توګه ولېږدول شي، خو اشرف غني د نوي حکومت مخالف و او د سولې په ټوله پروسه کې یې خنډونه جوړول چې له امله یې افغانستان له اوسني نامعلوم برخلیک سره مخ شوی دی.

خلیلزاد پر داسې مهال پر مخکني ولسمشر د سولې د مخالفت او ورستي وضعیت د لامل کېدو تور پورې کوي، چې په افغانستان کې د ننه اکثریت وګړي له خلیلزاده ښه نه وي او وايي د افغانستان د اوسنی وضعیت لوی لامل همدا خلیلزاد دی.

ان افغانان نه بلکې په امریکا کې هم یو شمېر شنوونکي او پخواني چارواکي خلیلزاد په خپله دنده کې ناکام بولي او د امریکا له حکومته یې غوښتي، چې نوموړی له دندې لرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي