امریکا تایید نه کړه، چې غني له افغانستان پیسې ایستلي وي

7 میزان 1400 ساعت 8:07

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون دا تایید نه کړه، چې مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني دې له هېواده د وتلو په وخت پیسې ورسره وړې وي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون دا تایید نه کړه، چې مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني دې له هېواده د وتلو په وخت پیسې ورسره وړې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل ته د طالبانو د راتګ او له هېواده د محمد اشرف غني د وتلو وروسته داسې راپورونه خپاره شول، چې ګڼې ښاغلي غني د وتو پر وخت میلیونه امریکايي ډالر ورسره وړي دي.

خو اوس د امریکا دفاع وزارت ویلي دوی دا نه شي تاییدولی، چې ګڼې غني دې له افغانستانه د وتلو پر وخت میلیونونه ډالر ایستلي وي.

د امریکا دفاع وزیر لوید اشټن چې د افغانستان په اړه د پوښتنو لپاره پرون دوشنبې د تلې ۶ مه کانګرېس ته بللی شوی و د استازو پوښتنو ته په ځواب کې و ویل«دا راپورونه موږ نه شو تاییدولی.»

د امریکا دفاع وزیر په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو دا یې ومنله چې امریکا په افغانستان کې ستراتېژیکه ماته وخوړله.

د هېواد د پیسو د لېږد په اړه مخکني ولسمشر ښاغلي غني هم د دغه خبرې سپیناوی وکړ او دا خبره یې په لکه رد کړه، چې ګڼې پیسې یې ورسره وړې دي.

نوموړي په یوه لیکلي پیغام کې ویلي وو، د نړیوالې محکمې په حضور کې دې ته چمتو دی، چې د دغه پيسو په اړه پلټنې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143041

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143041/

جمهور
  https://www.jomhornews.com