۰

پاکستان طالبانو ته د افغان پوځ د روزلو او بیا منظمولو وړاندیز کړی

چهارشنبه ۷ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۵
د پاکستان د پوځ یوې لوړپوړي سرچینې ویلي، پاکستان افغان طالبانو ته د افغان بوځ د روزنې او بیا منظمولو برخه کې د مرستې وړاندیز کړی دی.
پاکستان طالبانو ته د افغان پوځ د روزلو او بیا منظمولو وړاندیز کړی
د پاکستان د پوځ یوې لوړپوړي سرچینې ویلي، پاکستان افغان طالبانو ته د افغان بوځ د روزنې او بیا منظمولو برخه کې د مرستې وړاندیز کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینه له بي بي سي اردو سره خبرو کې دا هم تایید کړې، چې‌ په دې اړه د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ترمنځ خبرې هم شوې دي.‌

سرچینه وايي، کابل ته د پاکستان د پوځي استخباراتو یا ای اېس ای د مشر جنرال فیض حمید د سفر موخه هم پر همدې موضوع خبرې کول وو.

دغه سرچینه زیاتوي، د پاکستان دا وړاندیز په دې پورې مشروط دی چې د طالبانو حکومت به په رسمیت پېژندل کېږي او افغان پوځ کې به د ټولو قامونو وګړي شامل وي.‌

په ورته وخت کې د پاکستاني پوځ یوې بلې سرچینې هم ویلي،‌ د اوس لپاره یوازې پر دې موضوع خبرې شوې دي، او کومه مفصله تګلاره نه ده چمتو شوې.

د دغه سرچینې په وینا اوسمهال افغانستان ته د کوم بهرني هېواد لخوا هېڅ ګواښ نشته.‌ نو ځکه د پوځ پر ځای دوی (طالبان) یو ښه سرحدي ځواک او پولیسو ته ډېره اړتیا لري.

سرچینې زیاته کړې، که دې برخه کې د مرستې غوښتنه وشي نو د پاکستان حکومت به یې په اړه پرېکړه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي