۰

جلال آباد کې بیا پر طالبانو چاودنه شوې ده

پنجشنبه ۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۰
راپورونه وايي، د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه شوې او د دوه طالبانو پر ګډون یې ۴ تنه ټپیان کړي دي.
جلال آباد کې بیا پر طالبانو چاودنه شوې ده
راپورونه وايي، د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه شوې او د دوه طالبانو پر ګډون یې ۴ تنه ټپیان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون چهارشنبې د تلې ۷ مه جلال آباد ښار کې د طالبانو د یوه کاروان د تېرېدو پر مهال شوې ده.

چاودنه د واټ د غاړې خښ شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې د عیني شاهدانو په وینا په کې دوه طالبان، یو ماشوم او یو بل عام وګړی ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو تر دې مخکې د ورته چاودنو مسوولیت داعش وسله والو اخیستی وو.

طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ته چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر ټولې ډېرې چاودنې په ننګرهار ولایت کې پر طالبانو شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي