۰
ملا محمد حسن اخند:

هېچا ته اجازه نشته چې د خلکو کورونو او شرکتونو ته داخل شي

پنجشنبه ۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۱
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار  په حکم هېچا ته اجازه نشته چې د کابل ښار او مربوطاتو کې د خلکو کورونو او شرکتونو ته داخل شي.
هېچا ته اجازه نشته چې د خلکو کورونو او شرکتونو ته داخل شي
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار  په حکم هېچا ته اجازه نشته چې د کابل ښار او مربوطاتو کې د خلکو کورونو او شرکتونو ته داخل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملا محمد حسن اخند دغه حکم د افغانستان د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون د غړي مولوي احمدالله وثیق په ټوېټر پاڼه خپور شوی دی.

په دغه حکم کې راغلي، هیڅ چاته اجازه نشته چې د کابل ښار او مربوطاتو کې د نقلیه وسائطو او وسائلو د پلټني په بهانه کورنو او شرکتونو ته داخل شي او له هغه ځایه وسائط او یا وسائل له ځان سره انتقال کړي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه اقدام پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې ځینې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګڼې ځینې خپلسري کسان د د نقلیه وسائطو او وسائلو د پلټني په بهانه کورنو او شرکتونو ته داخلېږي او پلټنې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي