۰

پوتین او اردوغان ناسته کړې، پر نړیوالو مسایلو غږېدلي دي

پنجشنبه ۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۲
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره کتلي او په بېلا بېلو مسایلو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
پوتین او اردوغان ناسته کړې، پر نړیوالو مسایلو غږېدلي دي
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره کتلي او په بېلا بېلو مسایلو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوتین او اردوغان لیدنه د روسیې په سوچي ښار کې شوې، چې درې ساعته یې دوام درلود.

د روسیې ولسمشر پوتین په دې اړه ویلي، له ښاغلي اردوغان سره یې لیدنه او خبرې ډېرې ګټورې وې، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

پوتین او اردوغان له یوه نیم کال ځنډ وروسته سره لیدلي او دواړو د کرونا، بېلابېلو اقتصادي او نړیوالو مسایلو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

همدارنګه ویل کېږي، دواړو لورو د لیبیا، سوریې او نګرونو قرباغ سیمې پر ستونزو هم خبرې کړې دی.

له دې وړاندې ویل شوي وو، چې دواړه ولسمشران د افغانستان په اړه هم له یو او بل سره خبرې کوي، خو په دې اړه تر اوسه پورې تازه جزیات نه دي خپاره شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي