۰

کابل هوايي ډګر ته نن نړیوال پروازونه پیلېږي

پنجشنبه ۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۴۹
د افغانستان اسلامي امارت وايي، کابل هوايي ډګر ته به نن پنشنبې د تلې ۸ مه نړیوال پروازونه پیل شي.
کابل هوايي ډګر ته نن نړیوال پروازونه پیلېږي
د افغانستان اسلامي امارت وايي، کابل هوايي ډګر ته به نن پنشنبې د تلې ۸ مه نړیوال پروازونه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق د نړیوال رادار د معلوماتي پاڼې پر بنسټ کړې ده.

نوموړي ویلي، د نړیوال رادار د معلوماتو له مخې نن پشنبې به کابل ته نړیوالې الوتنې پیل شي.

د سرچینې په په وینا ترکیه، هند او ازبکستان درې هغه هېوادونه دي چې نن به ترې درې مسافر وړونکې الوتکې د کابل هوايي ډګر ته الوتنې وکړي.

د یادونې ده، چې کابل نړيوال هوايي ډګر د طالبانو له واکمنیدو د امریکايي ځواکونو له خوا سخت زیانمن شو، چې تر ۱۰۰ میلیون ډالرو پورې زیان ورته رسېدلی و.

خو وروسته قطر او ترکیې بېرته د دغه هوايي ډګر فعالولو ته مټې راونغښتې او راغلل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي