د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان افغانستان کې د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو په اړه پر وضعه شویو مقرراتو اندېښنه ښکار کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان ویلي، د طالبانو د وضع شویو مقرراتو له امله به د افغانستان رسنۍ او خبریالان زندۍ شي.
دغه سازمان په یوه راپور کې چې د طالبانو د رسنیزو مقرراتو له کاپۍ څخه په ګټنې برابر شوی وايي، د طالبانو فرهنګي کمېسیون په یوه غونډه کې دغه مقررات د رسنیو له استازو سره شریک کړي دي.
د دوی په وینا د طالبانو په دغه مقرره کې رسنۍ د اسلامي اصولو، ملي شخصیتونو او ارزښتونو ته په درناوي مکلف کړل شوي دي.
په دې مقرره کې رسنۍ په دې هم مکلف شوي، چې د مفصلو راپورونو له خپرولو مخکې دا راپورونه له طالب چارواکو سره شريک او تایید کړل شي.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیایي برخې مشر پاتریشیا گاسمن دا اصول د رسنيو او خبريالانو لپاره د دوی د زندي کولو په مانا ياد کړي او دا وضعيت یې د جدي اندیښنې وړ ګڼلی.
سرچينه زياتوي چې د طالبانو له واکمنیدو سره دوی ۳۲ خبريالان يا احضار کړي او يا وهلي ډبولي دي.
ویل کېږي، طالبانو ور غوښتي خبریالان د دوی د خپرو کړو انتقادي راپورونو له کبله د طالبانو خلاف په تبليغاتو تورن کړي.
طالبانو د قطر تړون کې له امریکا متحده ایالاتو سره ژمنه کړې وه، چې د بيان او رسنيو ازادۍ ته به ژمن وي، خو اوس يې د سرچينې په حواله دا ژمنه نقض کړې ده.
طالبانو د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل