جرمني به په دوه میاشتو کې سلګونه نور افغانان هم انتقال کړي

10 میزان 1400 ساعت 10:43

د المان حکومت پلان لري، چې په راتلونکو دوه میاشتو کې سلګونه نور سیمه ییز کارکوونکي او له ګواښ سره مخ افغانان خپل هېواد ته انتقال کړي.


د المان حکومت پلان لري، چې په راتلونکو دوه میاشتو کې سلګونه نور سیمه ییز کارکوونکي او له ګواښ سره مخ افغانان خپل هېواد ته انتقال کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې الماني رسنۍ وايي، په پام کې ده، چې په هره اوونۍ کې کابو ۲۰۰ کسان له افغانستان څخه جرمني ته ولېږدوي.

سپیګل مجلې ویلي، دغه معلومات یې د المان د کورنیو چارو وزارت له یوې داخلي اعلامیې څخه تر لاسه کړي چې اړونده ادارو ته لېږل شوې ده.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې المان به دغه له ګواښ سره مخ افغانان او کارکوونکي د پاکستان له لارې خپل هېواد ته انتقال کړي.

د یادونې ده، چې د آلمان حکومت د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کېدو وروسته د تخلیې په عملياتو کې چې دوې اونۍ يې دوام وکړ تر ۵۰۰۰ ډېر کسان انتقال کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 143143

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143143/

جمهور
  https://www.jomhornews.com