۰

اسلامي امارت د ښاري نظم لپاره ځانګړي پولیس په دندو ګماري

یکشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۰
د افغانستان اسلامي امارت وايي، په ښارونو کې د نظم او امنیت ساتنې لپاره په پلان کې لري، چې ځانګړي پولیس ځای پر ځای کړي.
اسلامي امارت د ښاري نظم لپاره ځانګړي پولیس په دندو ګماري
د افغانستان اسلامي امارت وايي، په ښارونو کې د نظم او امنیت ساتنې لپاره په پلان کې لري، چې ځانګړي پولیس ځای پر ځای کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت مطبوعاتي سرچینې زیاتوي، چې دغه کار به نه یوازې په کابل بلکې په ټولو ښارونو کې تر سره شي.

د اسلامي امارت د مطبوعاتي کمېسیون غړی بلال کریمي وايي، دوی هڅه کوي، چې په دې توګه په ټولو ښارونو کې د جنایي جرمونو، وسله والو غلاوو او نورو جنایتونو مخه ونیسي او په دې برخه کې تر یوې کچې بریالي هم دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ښاري نظم د ساتلو لپاره په ځانګړي یونیفورم کې د پولیسو د ځای پر ځای کولو کار روان دی او دوی به په ښار کې له بې نظمیو او جنایتونو مخنیوی کوي.

 دا څرګندونې داسې مهال دي چې په وروستیو کې یو ځل بیا کابل ښاریان له جنایي جرمونو شکایت کوي او په ځینو مواردو کې وسله والې غلاوې ډېرې شوې دي.

خو په ورته وخت کې یې اسلامي امارت هم پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي، چې په ځينې مواردو کې یې غله، جنایت کار او ان اختطافچیان نیولي او وژلي هم دي.

وړمه ورځ د اسلامي امارت مجاهدینو د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې څلور تنه انسان تښتوونکي ژوندي نیولي وو.

دغه راز پرون یې هم د کابل ښار له شږمې حوزې اړوند سیمې څخه د یوې ۱۰ کلنې ماشومې نجلۍ اختطاف کوونکي، چې وروسته یې دغه نجلۍ وژلې هم وه، د اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې ونیول.

نیول شوي کسان یو پلار او زوی و او ویل کېږي، دغه نجلۍ به تل دغه کس کره ورته او له بازار څخه به یې سودا ورته راوړله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي