۰
د کابل امنیه قومانداني:

یوه اوونۍ کې کابو ۸۰ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

یکشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۴
د کابل امنیه قومنداني وایي په تېره یوه اونۍ کې یې شاوخوا اتیا کسان د بېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
یوه اوونۍ کې کابو ۸۰ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي
د کابل امنیه قومنداني وایي په تېره یوه اونۍ کې یې شاوخوا اتیا کسان د بېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د تحقیقاتو رییس مولوي نور احمد رباني په یوه خپاره کړي پیغام کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی په کابل ښار کې د نظم او امنیت د راوستو په برخه کې جدي دي او د مجرمینو د نیولو لپاره یې څارنې او پلټنې روانې دي.

ښاغلي رباني ویلي، په تېره یوه اونۍ کې یې د بېلو جرمونو په تور یوازې په کابل کې شاوخوا اتیا کسان نیولي دي چې په دوی کې قاتلین، غله، انسان تښتوونکي او نور شامل دي.

د تحقیقاتو رییس ټینګار کړي، چې دوی د کابل ښار د امنیت لپاره شپه او ورځ کار کوي او له کابل ښاریانو غواړي، چې د امنیت په تامین کې همکاري ورسره وکړي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ دغه چارواکی وايي، کابل ښاریان دې د جرمونو او امنیتي ستونزو د لیدلو په صورت کې ژر تر ژره له امنیتي مسوولینو سره اړیکه نیسي او همکاري دې ورسره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي