قطري چارواکي وايي، د دوی د هوايي شرکت یوې الوتکې تازه له کابل څخه ۲۳۵ تنه افغانان او یو شمېر بهرني اتباع ایستلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر چارواکي زیاتوي، چې دغه شمېر افغان او بهرني اتباع پرون یکشنبې د تلې ۱۱ مه له کابل هوايي ډګر څخه په قطري الوتکه کې لېږدول شوي دي.
قطري چارواکي وايي، دوی به د خپلو نړیوالو شریکانو په مرسته له افغانستانه د کسانو ایستلو ته دوام ورکړي او د دې ترڅنګ به افغانستان ته په بشري مرستو تمرکز وکړي.
دا د اګست له ۳۱ مې چې امریکايي پوځیان په بشپړ ډول له افغانستانه وتلي، د قطر د هوایي شرکت پنځمه الوتنه ده چې له کابله ملکي وګړي باسي.
له کابل څخه د قطر د هوايي شرکت په یوه الوتکه کې نن ۲۳۵ تنه وایستل شول.
جمهورخبري آژانس:کابل