طالبانو کابل کې د داعش پر یوه مرکز عملیات کړي دي

12 میزان 1400 ساعت 7:36

د افغانستان اسلامي امارت وايي، د ځانګړې قطعې مجاهدینو کابل ولایت کې د داعش پر یوه مرکز عملیات کړي او له منځه یې وړی دی.


د افغانستان اسلامي امارت وايي، د ځانګړې قطعې مجاهدینو کابل ولایت کې د داعش پر یوه مرکز عملیات کړي او له منځه یې وړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د داعش پر دغه مرکز تېره شپه د ځانګړې قطعې له خوا بریالي عملیات شوي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې مجاهدینو د کابل ښار د ۱۷ مې حوزې اړوند سیمه کې د داعش پر دغه ځاله عملیات تر سره کړي دي.

دی وايي، دغه عملیات چې خورا بریالي او پریکنده وو، په پایله کې یې یاد مرکز په بشپړه توګه له منځه وړل شوی او په کې مېشت داعشي فتنه ګر وژل شوي دي.

مجاهد په دغه مرکز کې د وژل شویو داعشیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون پرون د کابل ښار د عیدګاه جامع جومات دروازې ته نېږدې سیمه کې د ملکي خلکو په یوه غونده بمي چاودنې شوې، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم طالبانو د دغه چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ځينې رسنۍ وايي، په دغه چاودنه کې ۱۳ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143221

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143221/

جمهور
  https://www.jomhornews.com