د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری!

افغانستان کې روغتیايي وضعیت مخ په خرابېدو روان دی

12 میزان 1400 ساعت 7:55

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان پر روغتیايي وضعیت اندېښنه ښکاره کړې او خبرداری یې ورکړي، چې دغه هېواد کې روغتیايي وضعیت د لا خرابېدو خوا ته روان دی.


د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان پر روغتیايي وضعیت اندېښنه ښکاره کړې او خبرداری یې ورکړي، چې دغه هېواد کې روغتیايي وضعیت د لا خرابېدو خوا ته روان دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون یکشنبې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان کې د ځينو خاصو ناروغیو په برخه کې شاتګ شوی او روغتیا پالنې ته لاس رسی کم شوی دی.

دې سازمان د ځینو عمده ناروغیو او ستونزو یادونه کړې د بېلګې یې د شري(سرخکان او نس ‌ناستي) اسهال پېښې ډېرې شوې دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د کرونا په وړاندې مبارزه هم پڅه روانه ده او ورسره د پولیو د پېښو د زیاتېدو هم ستر ګواښ رامنځ ته کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې وايي، څه ناڅه ۵۰ سلنه ماشومان هم د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا خبرداری پر داسې مهال ورکوي، چې څو ورځې وړاندې یې مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس په خپله کابل ته تللی وو.

نوموړي کابل ته د سفر څخه وروسته د افغانستان روغتیايي سکتور له سقوط سره مخ وباله او ویې ویل د تېرو څو کلونو په موده کې ځینې لاسته راوړنې شوې وې چې اوس ټول د له ‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143223

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143223/

جمهور
  https://www.jomhornews.com