د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د وسلو د قاچاق مخنیوی کړی او په تړاو یې یو قاچاق وړونکی نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیکا امنیتي چارواکي زیاتوي، چې دغه وسلې او قاچاق وړنکی د دې ولایت په ګومل ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، نیول شوي کس غوښتل پاکستان ته یو شمېر وسلې او مهمات ولېږدوي، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا یې مخینوی وشو او قاچاق وړونکی ونیول شو.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې په کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې هم د وسلو د قاچاق د مخینوي او په تړاو یې د یو شمېر کسانو د نیولو کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
ویل کېږي وروسته له هغې چې طالبان واک ته ورسېدل، ځینو کسانو د طالب له نوم نه په ګټې د پخواني نظام ځینې، وسلې، وسایط او مهمات پاکستان ته لېږدول شروع کړل.
خو د افغانستان اسلامي امارت په وار وار خبر ورکړ، چې هېڅوک نه شي کولی د بیت المال مال قاچاق کړي او یا یې پېر او پلور تر سره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل