۰
د افغانستان د سوداګرۍ خونه:

ګاونډي هېوادونه دې د سیاسي بدلونونو په نظر کې نه نیولو سره سوداګري راسره وکړي

دوشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۰
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو په نظر کې نه نیولو سره له افغانستان سره راکړه ورکړه وکړي.
ګاونډي هېوادونه دې د سیاسي بدلونونو په نظر کې نه نیولو سره سوداګري راسره وکړي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو په نظر کې نه نیولو سره له افغانستان سره راکړه ورکړه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې خونې نن دوشنبې د تلې ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله سوداګري ټکۍ شوې او خنډونه په کې رامنځ ته شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سیاسي بدلونو د ګاونډیو هېوادونو چې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې لوی شریکان دي، په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سوداګرۍ بهیر اغېزمن او ګډوډ کړی دی.

سرچینه زیاتوي، د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو نشتوالي د افغانستان په بازارونو کې د عرضې او تقاضا پروسه اغیزمنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دغه کار د ټولو توکو په ځانګړي ډول د خامو موادو او پټرولیم محصولاتو بیه په افغان بازارونو کې لوړه شوې چې دغه حالت نه یوازې سوداګرو بلکه مصرف کوونکو ته هم زیان اړولی دی.

خبرپاڼه وايي، دا چې د ژمي موسم مخ په رارسېدو دی، د خامو موادو او پټرولیم محصولاتو لپاره تقاضا مخ په ډېریدو ده، او د دې توکو عرضه د بانکدارۍ ستونزو، تبادلې نرخ بې ثباتۍ، او یا هم له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو کمېدو له امله یا په ټپه ولاړه او یا هم کمه شوې ده.

دوی خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ  نشتوالي د افغانستان بازارونو ته د اړینو توکو واردولو او رسولو پروسه په شدید ډول اغیزمنه کړې ده او احتمال لري چې په نږدې راتلونکي کې د خامو موادو او پټرولیم محصولاتو بیه نوره هم لوړه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه له ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان، ښکیلو ادارو او د ګاونډیو هېوادونو سوداګریزو اتاقونو غوښتي، چې د افغانستان سره، د سیاسي بدلونونو په نظر کې نه نیولو سره د نیکو سوداګریزو اړیکو دوام او غښتلتیا او د سوداګرۍ په برخه کې لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې، د پخوا په پرتله لا ډیرې هڅې ترسره او کوټلي ګامونه پورته کړي، ترڅو له یوه پلوه سوداګري کمه نه شي او له بل پلوه د ګران هېواد شریف خلک لا پسی ډیر زیانمن نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي