۰

د کورنیو چارو وزارت: ډېر ژر به د تذکرو او پاسپورټ د ورکړې لړۍ پيل شي

سی شنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۰
د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار د امر سره سم به ډېر ژر د تذکرو او پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پیل شي.
د کورنیو چارو وزارت: ډېر ژر به د تذکرو او پاسپورټ د ورکړې لړۍ پيل شي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار د امر سره سم به ډېر ژر د تذکرو او پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه پرېکړه پرون دوشنبې د تلې ۱۳ مه د وزیرانو شورا په غونډه کې د رییس الوزرا له خوا شوې ده.

ښاغلي مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه یوازې دومره لیکلي، چې د وزیرانو شورا د مشرتابه د پرېکړې پر اساس کورنیو چارو وزارت ته امر شوی، چې د تذکرې او پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پیل کړي.

د وزیرانو شورا په اعلامیه کې دا نه دي ویلي شوي، چې دغه لړۍ به څه وخت پیل شي، خو تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو مسوول قاري سعید خوستی ویلي و، چې ډېر ژر به دا لړۍ پیل شي.

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو د رسېدو کابل او ولایتونو کې د تذکرو او پاسپورټ لړۍ په ټپه ودرېده، چې دا مهال یې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي