کابل کې ۱۱ داعشیان نیول شوي دي

13 میزان 1400 ساعت 7:57

د افغانستان اسلامي امارت وايي، د مجاهدینو ځانګړې قعطې پلازمېنه کابل کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د داعش ډلې ۱۱ غړي نیولي دي.


د افغانستان اسلامي امارت وايي، د مجاهدینو ځانګړې قعطې پلازمېنه کابل کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د داعش ډلې ۱۱ غړي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د داعش دغه غړي پرون دوشنبې د تلې ۱۳ مه غرمه مهال د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ د سیمې چاردهي بزنس سټر او باغ دوادو کوڅه کې نیول شوي دی.

د اسلامي امارت یوه ویاند بلال کریمي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د اسلامي امارت ځانګړې قعطې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې په یاده سیمه کې ۱۳ داعشیان ونیول.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو وړمه شپه هم د کابل ښار د ۱۷ مې حوزې اړوند سیمه کې د داعش پر یوه مرکز چاپه وهلې وه، چې په ترڅ کې یې دغه مرکز او په کې مېشت داعشیان له منځه وړل شوي دي.

که څه هم د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه نور جزیات نه وو ورکړي، خو ځینې امنیتي سرچینې وایي، په دې عملیاتو کې د یوې کورنۍ ‍۱۰ غړي چې داعشیان وو وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143257

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143257/

جمهور
  https://www.jomhornews.com