روسیه:

امریکا دې افغانستان کې د خپل حضور ویرانۍ په بشري مرستو جبران کړي

13 میزان 1400 ساعت 8:41

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې امریکا او ملګري هېوادونه دې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور تشه او ورانۍ په بشري مرستو ډکه کړي.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې امریکا او ملګري هېوادونه دې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور تشه او ورانۍ په بشري مرستو ډکه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف ټینګار کړي، چې دا د امریکا او متحدینو لپاره یې ښه چانس دی، څو افغانانو ته وښیي چې دوی یې په بد وخت کې هم تر څنګ ولاړ دي.

دی وايي، مسکو به ډېر ژر له ملګرو ملتونو وغواړي څو په افغانستان کې د غرب د شل کلن پوځي حضور په اړه د یو راپور د اورولو غوښتنه وکړي.

ځکه په وینا په تېرو شلو کلونو کې امریکا او غربي نړۍ هېڅ مانا دار راپور ملګرو ملتونو ته نه دی وړاندې کړی.

په ورته وخت کې د روسیې ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې دوی تر اوسه پورې پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو د لغوه کولو لپاره کوم وړاندیز نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143262

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143262/

جمهور
  https://www.jomhornews.com