۰
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري:

د افغانستان د عامه او اقتصادي خدماتو د سقوط د مخنیوي لپاره باید لارې وموندل شي

سی شنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۸
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یو ان اېچ سي ار د افغانستان په روان وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، د دغه هېواد د عامه او اقتصادي خدماتو د سقوط د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره لارې وموندل شي.
د افغانستان د عامه او اقتصادي خدماتو د سقوط د مخنیوي لپاره باید لارې وموندل شي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یو ان اېچ سي ار د افغانستان په روان وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، د دغه هېواد د عامه او اقتصادي خدماتو د سقوط د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره لارې وموندل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي د تلې ۱۲ مه د کډوالو په چارو کې د عالي کمېشنرۍ په ۷۲ مه کلنۍ اجرايي غونډه کې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د افغانستان د عامه او اقتصادي خدماتو د سقوط د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره لارې وموندل شي او افغانستان ته باید عاجل بشري مرستې ورسول شي.

دی وايي، په میلیونونه افغانان له څه باندې ۴۰ کلونو بې ځایه شوي او وروستیو تحولاتو لا پسې نوې ننګونې رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې«ما تېره میاشت افغانستان ته سفر وکړ، تاسو له ما (او له ګڼو نورو مرستندویانو) اورېدلي چې وايي، زیاته اندازه مرستې باید بې له قید او شرطه سمدستي چمتو شي، که په څو اوونیو کې دا کار ونه شي ناورین به نور هم ډېر شي، زه د خلکو د بې ځایه کېدو په اړه وړاندوینو کې تل محتاط یم، مګر باور لرم چې دا ډول ګډوډي به په لویه اندازه په کور دننه او ممکن بهر د خلکو د بې ځایه کېدو لامل وګرځي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر وايي، افغانان چې تېرو څلورو لسیزو کې یې کډوالۍ ته اړ شوي اوس وخت بیا له بې برخلیکۍ سره مخ دي.

د نوموړي په وینا په اساسي مسالو له هغې ډلې د ښځو او لږکیو د حقونو په تړاو باید له طالبانو سره رغنده خبرې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي