۰

د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو له ایراني پلاوي سره کتلي

سی شنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۱
د افغانستان او ایران لوړپوړو چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیت پراخ بحثونه کړي دي.
د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو له ایراني پلاوي سره کتلي
د افغانستان او ایران لوړپوړو چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیت پراخ بحثونه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د ایران د حکومت یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی و او دلته یې د نوي حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ په بندري سیمو کې پر اسانتیاوو، د سوداګرۍ پر پراختیا، د ستونزو پر له منځه وړلو او نورو مسایلو بحثونه شوي دي.

دواړو لورو ټینګار کړی دی چې د بېلو توکو د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره به ټولې ستونزې او خنډونه لرې کېږي او با صلاحیته پلاوي به د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره لاس په کار کېږي.

ایراني لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ژر به په لویه پیمانه سوداګریز توکي د افغانستان بازارونو ته صادر کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي