سعود الفیصل: د دوحې تړون د افغان نظام د سقوط لامل شو

14 میزان 1400 ساعت 7:49

د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر سعود الفیصل د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو اصلي دلیل بولي.


د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر سعود الفیصل د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو اصلي دلیل بولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سعود الفیصل دغه څرګندونې له سکای نیوز سره په یوه تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېروتنه او د اوسني ولسمشر جوبایډن له خوا تعقیبول او عملي کول د هېرولو نه دي.

د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني زیاته کړې، چې  دوحې تړون د افغانستان جمهوري نظام لومړی کمزوری او بيا له منځه يوړ.

دا په داسې حال کې ده، چې اوونۍ وړاندې د امریکا دفاع وزیر لوید اشټن، د پوځ مشر مارک او د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنټ مکنزي هم د سنا د وسله والو خدماتو کمېټه کې اعتراف وکړ، چې د افغان پوځ د پاشل کېدو یو لامل د دوحې تړون وو.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 143286

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143286/

جمهور
  https://www.jomhornews.com