۰
امام علي رحمان:

د افغانستان له خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لرو، د خپلو پولو امنیت ته اندېښمن یو

چهارشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۸
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان چې وړاندې یې افغانستان کې د قومونو په تناسب د ټولو شموله حکومت غوښتنه کوله په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د افغانستان د خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لري.
د افغانستان له خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لرو، د خپلو پولو امنیت ته اندېښمن یو
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان چې وړاندې یې افغانستان کې د قومونو په تناسب د ټولو شموله حکومت غوښتنه کوله په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د افغانستان د خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امام علي رحمان زیاته کړې، چې دوی یوازې د خپلو پولو د امنیت په اړه اندېښمن دي او د افغانستان له خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لري.
 
امام علي رحمان دا هم ویلي، دوی هېڅ دې ته لېوالتیا نه لري چې نورو هېوادونو ته پوځي الوتکې ولېږي او جګړې وکړي.
 
د تاجکستان ولسمشر ټینګار کړي، چې دوی د خپلو پولو د امنیت په اړه اندېښنه لري خو په وینا یې د پولو د امنیت لپاره یې ګامونه اوچتوي.

امام علي رحمان وروسته له دې دغه څرګندونې کړې چې د افغانستان اسلامي امارت تاجکستان ته د امام علي رحمان د ځينو څرګندونو په تړاو خبرداری ورکړ.

افغان لوري له تاجکستان غوښتي وو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او په خپلو څرګندونو کې دې مسولانه چلند کوي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت او تاجکستان تر منځ د نانندریو راپورته کېدو روسیه هم اندېښمنه کړه او پر دواړو لورو یې غږ وکړ، چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي