کابل کې د داعش څلور غړي نیول شوي دي

14 میزان 1400 ساعت 13:34

د افغانستان اسلامي امارت وايي، ځواکونو یې پلازمېنه کابل کې د داعش وسله والې ډلې څلور تنه غړي نیولي دي.


د افغانستان اسلامي امارت وايي، ځواکونو یې پلازمېنه کابل کې د داعش وسله والې ډلې څلور تنه غړي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبې د تلې ۱۴ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د داعش دغه څلور غړي د کابل پغمان ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې تېره شپه د امارت ځانګړو ځواکونو د پغمان ولسوالۍ په پشه يي سیمه کې د داعش پر یوه ځاله عملیات کړي چې په ترڅ کې یې څلور داعشیان ژوندي نیول شوي دي.

ښاغلي مجاهد وایي، له دې داعشیانو سره یو ځای وسلې، اسناد او ځینې نور توکي هم نیول شوي دی.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ هم د امارت ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ په چهاردهیي بزنس سټر او باغ داود کوڅه کې ۱۱ داعشیان نیولي وو.

تر دې بیا څو ورځې وړاندې د امارت ځواکونو د کابل ښار ۱۷ حوزې اړوند سیمه کې د داعش پر یوه مرکز عملیات کړي و، چې په کې دغه مرکزه او مېشت داعشیان له منځه وړي وو.

که څه هم امارت د وژل شویو داعشیانو د شمېر په اړه معلومات نه و، ورکړي خو ځینې امنیتي سرچینو ویل په دغه عملیاتو کې د داعش ۱۰ غړي، چې د یوې کورنۍ وو وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143311

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143311/

جمهور
  https://www.jomhornews.com