د افغانستان برېښنا شرکت په پام کې لري، چې د برښنا صادرونکو هېوادونو د پور د پرېکولو لپاره د خپلو پوروړیو چارواکو او سیاسیونو جایدادونه خرڅ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شرکت سرپرست صفي الله احمدزی وایي، برېښنا شرکت دا مهال د برېښنا د صادرونو هېوادونو ۶۲ میلیون ډالره پوروړی دی.
نوموړي وايي، اوس د برېښنا صادرونکو هېوادونو سره د بېلونو په تړاو خبرې شوې او هغوی ورته ډاډ ورکړی دی چې حاضره به برښنا نه قطع کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی به د پور د خلاصولو لپاره د خپلو پوروړو څخه د پیسو په راټولولو پیل وکړي.
احمدزي په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي، خو وايي، هڅه کوي د دغه پور د خلاصون لپاره د پوروړو چارواکو او سیاسیونو جایدادونه وپلوري.
جمهورخبري آژانس:کابل