۰

ملګري ملتونه افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي

پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۶:۴۰
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، دا چې د طالبانو واک ته رسېدو سره افغانستان د پیسو له ټولو مرستو بې برخې شوی دی، نو دوی به د دغه هېواد د روغتیايي کاروونکو معاش ورکړي.
ملګري ملتونه افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، دا چې د طالبانو واک ته رسېدو سره افغانستان د پیسو له ټولو مرستو بې برخې شوی دی، نو دوی به د دغه هېواد د روغتیايي کاروونکو معاش ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مخکې نړیوال بانک افغانستان ته سلګونه میلیون ډالر ورکول چې روغتیاپالانو ته معاش ورکړي، او نورې روغتیايي اړتیاوې پرې پوره کړي.

خو دا چې د افغانستان نوی حکومت تر اوسه پورې د نړیوالو له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی نو ټولې مرستې بندې شوې او د نورو برخو په څېر د روغتیا په برخه کې هم ګڼې ستونزې دي.

واشنګټن پورست ورځپاڼې ویلي، د ملګروملتو پرمختیايي پروګرام به روانه اوونۍ له نړیوال بانکه دا پروګرام واخلي چې د روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي اړتیاوو لګښت ورکړي او افغانستان له بشري بحرانه وژغوري.

په ورته وخت کې راپورونه وايي، د ګلوبل فنډ په نوم نړیوال روغتیايي سازمان په روان اکتوبر کې دې پروګرام ته ۱۵ ملیون ډالره ورکړل.

دې سازمان وروسته له دې افغانستان ته ۱۵ ملیون ډالره مرسته ورکړه چې ولسمشر بایډن تېره اوونۍ ویلي، یو شمېر موسسو ته د پیسو د ورکولو لپاره باید هغو ته لومړی ځانګړي جوازونه ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي