۰

ملګري ملتونه: افغان چارواکو د برېښنا پیسو د ورکړې غوښتنه نه ده کړې

پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۶:۵۹
ملګرو ملتونو هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د افغانستان کوم چارواکي د برېښنا پيسو د ورکړې لپاره دوی ته وړاندیز کړی دی.
ملګري ملتونه: افغان چارواکو د برېښنا پیسو د ورکړې غوښتنه نه ده کړې
ملګرو ملتونو هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د افغانستان کوم چارواکي د برېښنا پيسو د ورکړې لپاره دوی ته وړاندیز کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو ویاند سټېفېن دوجاریک پرون چهارشنبې د تلې ۱۴ مه ویلي، د افغانستان د هېڅ ادارې له لوري ورته نه دي ویل شوي چې د کابل تر تیاره کېدو مخکې د برېښنا مهیاکوونکو ته پیسې ورکړي.

نوموړي زیاته کړې «موږ د رسنیو دا راپورونه لیدلي، یوناما د افغانستان د هېڅ ادارې کومه غوښتنه نه ده ترلاسه کړې چې په هغې ګې د انرژۍ د مصرف د پرې کولو یادونه شوې وي.»

دوجاریک دا خبره وروسته له دې وکړه چې د افغانستان برښنا شرکت سرپرست ريیس وویل، له ملګروملتو څخه یې غوښتي چې د برښنا د مصرف له کبله د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د افغانستان ۹۰ ملیون ډالره پور ورکړي.

د افغانستان برښنا شرکت وايي، که دا پیسې په درو میاشتو کې ورنه کړل شي پر افغانستان به برښنا قطع شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي