امریکا: د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل تر اوسه لرې خبره ده

17 میزان 1400 ساعت 8:08

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وندي شرمن وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل تر اوسه لرې خبره ده.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وندي شرمن وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل تر اوسه لرې خبره ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شرمن دغه څرګندونې پرون جمعه د تلې ۱۶ مه اسلام آباد کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړې او ویلي یې دي، امریکا به په سمدستي توګه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره کوم ګام وانخلي.

نوموړې زیاته کړې، چې امریکا اوس مهال په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لپاره پر بېړنیو او ممکنه اقداماتو تمرکز کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ټینګار وکړ، چې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د امریکا د شرطونو پوره کول اړین دي.

د بشري حقونو درناوي ته عملي ژمنتيا، د ښځو په ګډون ټول شموله حکومت جوړول او داسې نور د طالبانو د حکومت پېژندلو لپاره د امریکا اساسي شرطونه دي.

طالبان وايي، دوی د په رسمیت پېژندلو لپاره ټول شرطونه پوره کړي دي، امریکا او نوره نړۍ دې د خپلو موخه لپاره پر افغانستان نور فشارونه نه راوړي او په کورنیو چارو کې یې د لاسوهنه نه کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143359

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143359/

جمهور
  https://www.jomhornews.com