د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزو صادرات بېرته پیلېږي

17 میزان 1400 ساعت 8:14

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلان وايي، راروانه اوونۍ کې به بهر ته د کابل هوايي ډګر څخه د کارګو سوداګریز پروازونه د جلغوزو په لېږد پیل شي.


د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلان وايي، راروانه اوونۍ کې به بهر ته د کابل هوايي ډګر څخه د کارګو سوداګریز پروازونه د جلغوزو په لېږد پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغې خونې مرستیال محمد یونس مومند ویلي، د کارګو لومړی پرواز به په درېیو تر څلورو ورځو کې د کابل هوايي ډګر څخه ترسره شي.

په ورته وخت کې د یادونې خونې د بهرنۍ کمېټې مسؤل اذرخش حافظي ویلي، چین دې ته متمایل دی څو له افغانستان سره د جلغوزو په برخه کې راکړه ورکړه زیاته کړي.
 
د یادونې ده، چې دا به د اسلامي امارت په لاس د کابل ولایت له نیولو لومړی کارګو پرواز وي چې په اول ځل له افغانستان څخه جلغوزې بهر ته صادروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143360

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143360/

جمهور
  https://www.jomhornews.com