جوزېف بورېل:

اروپايي ټولنه باید لسګونه زره نورو افغانانو ته هم پناه ورکړي

17 میزان 1400 ساعت 8:18

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل په تازه څرګندونو کې د دې ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي دي چې نورو افغان کډوالو ته پناه ورکړي.


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل په تازه څرګندونو کې د دې ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي دي چې نورو افغان کډوالو ته پناه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  بورېل پرون جمعه د تلې ۱۶ مه د اسپانیا په پلازمېنه مادرېد کې یوه کنفرانس ته ویلي، پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته شااوخوا ۲۲ زره افغانان چې ژوند یې په خطر کې وو، له افغانستانه اروپا ته لېږدول شوي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې اروپايي ټولنه دې د لسو او شل زرو ترمنځ نور افغانان ومني.

اروپايي ټولنې ویلي، ښايي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لوی کمېشنر فليپو ګراندي دا غوښتنه چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دې ۴۲۵۰۰ افغان کډوالو ته د پنځو کلونو په اوږدو کې پناه ورکړي ومنل شي.

خو دې ټولنې ټینګار کړی چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي امریکايي پلاوی به هم د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو سره وګوري او د خبرو یوه مهمه موضوع به یې هم د یو شمېر امریکایانو او افغانانو خوندي ایستل وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143361

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143361/

جمهور
  https://www.jomhornews.com