د طالبانو یو پلاوی دوحې ته تللی، موخه یې د نړیوالو د ملاتړ راجبلول دي

17 میزان 1400 ساعت 8:26

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې تللی دی.


د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، دغه پلاوی به د قطري چارواکو په ملتیا د نړۍ د ګڼو هېوادونو له استازو سره جلا جلا ناستې وکړي.

په دغه پلاوي کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخوا، د ملي امنیت ادارې مشر عبدالحق وثیق، د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی مولوي شهاب الدین دلاور او ځینې نور غړي ګډون لري.

دوحې ته د طالب پلاوي د سفر موخه دا ده، تر څو هڅه وکړي، د نړیوالو د ملاتړ جلبولو لپاره ګړندي ګامونه واخلي.

دا واک ته تر رسېدو وروسته د طالبانو د مشرتابه لومړنی سفر دی چې بهر ته یې کوي.

که څه هم تر اوسه د دغه سفر هدف جزیات نه دي په ډاګه شوي خو ښايي د پلاوی یوه هڅه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو موضوع وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 143362

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143362/

جمهور
  https://www.jomhornews.com