مېرمن شرمن د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغانستان خبرې کړې

17 میزان 1400 ساعت 8:35

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وندي شرمن چې پاکستان ته په سفر تللې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وندي شرمن چې پاکستان ته په سفر تللې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مېرمن شرمن او جنرال باجوه لیدنه تېره شپه په راولپنډۍ کې شوې چې د پاکستان د پوځ په وینا دواړو لورو د دلچسپۍ په اړوندو موضوعاتو سیمه ییز امنیت او په افغانستان کې د بشري وضعت په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، مېرمن شرمن له افغانستانه د بهرنیانو او افغانانو د ایستلو په برخه کې د پاکستان له همکارۍ مننه وکړه.

د پوځ په اعلامیه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو تر دې وروسته مېرمن شمېر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، شېرمن او قریشي د افغانستان په روان وضعیت، د سیمې امنیتي حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو باندې خبرې کړي دي.

په ورته وخت کې قریشي ویلي، امریکا او پاکستان د افغانستان په تړاو یو فکر لري او پاکستان د افغانستان له نوې ادارې تمه لري چې د امن او ثبات د راوستو ترڅنګ د ټولو افغانانو د ژوند د ښه‌والي لپاره کار وکړي.

باید و ویل شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تر دې یوه ورځ وړاندې هند کې وه او هلته یې له هندي چارواکو سره هم پر افغانستان خبرې کړې وې.

هغه مهال نوموړې ویلي و، چې د افغانستان په تړاو د امریکا او هند موقف یو دی او دوی ته د هند امنیت لومړیتوب لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143364

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143364/

جمهور
  https://www.jomhornews.com