د دوحې غونډه:موخه یې په افغانستان کې د اوسني نظام بقا ده

17 میزان 1400 ساعت 14:39

د افغانستان اسلامي امارت وايي، د دوحې غونډې پایله به د افغانستان لپاره ګټوره وي.


د افغانستان اسلامي امارت وايي، د دوحې غونډې پایله به د افغانستان لپاره ګټوره وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوحې ته د اسلامي امارت د تللي پلاوی غړی احمدالله وثیق وايي، د یادې غونډې موخه په افغانستان کې د اوسني نظام بقا او د افغان ولس د سوکالي په خاطر له ټولو هېواونو سره ښې اړیکې دي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت له ګاونډیانو او د امریکا په ګډون د نړۍ له هیوادونو سره نیکې او مثبتې اړیکې غواړي.

دی وايي، په همدې موخه جدي هڅې روانې دي او نتایج به یې د افغانستان لپاره ګټور ثابت شي.

وثیق دغه راز ویلي، امریکا ژمنه کړې ده چې دوی د بشري بحران د مخنیوي په موخه په افغانستان کې کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143383

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143383/

جمهور
  https://www.jomhornews.com