افغانستان له فولبرایټ او امریکايي پوهنتون څخه محروم شو

18 میزان 1400 ساعت 8:14

یوه امریکايي چارواکي ویلي افغانان ممکن له فولبرایټ بورسونو څخه محروم شي، ځکه امريکا د طالبانو واکمني په رسميت نه پيژني.


یوه امریکايي چارواکي ویلي افغانان ممکن له فولبرایټ بورسونو څخه محروم شي، ځکه امريکا د طالبانو واکمني په رسميت نه پيژني.

د جمهورآژانس د خبر له مخې یوه امریکايي چارواکي ویلي، دا بندیز به د طالبانو تر نه په رسميت پېژندلو پورې دوام ولري او دا نه په رسميت پېژندل‌ بيا هغه څه دي، چې ممکن همېشنی واوسي.

په ورته وخت په امریکا کې د قطر سفير مشعل بن حمد آل ثاني پر خپل ټویټر لیکلي، چې د کابل افغان- امريکايي پوهنتون به قطر ته انتقال او محصلين به یې له دغه هېواد څخه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143394

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143394/

جمهور
  https://www.jomhornews.com