مېررو: ښايي افغانستان له برېتانیا د تېرې جګړې غرامت وغواړي

18 میزان 1400 ساعت 8:28

د مېرور په نامه یوې برېټانوۍ نشریې لیکلي طالبان په دې لټه کې دي چې له برېټانیا د تېرې شل کلنې جګړې له امله غرامت او تاوان واخلي چې ښایي میلیاردونو ډالرو ته ورسېږي.


د مېرور په نامه یوې برېټانوۍ نشریې لیکلي طالبان په دې لټه کې دي چې له برېټانیا د تېرې شل کلنې جګړې له امله غرامت او تاوان واخلي چې ښایي میلیاردونو ډالرو ته ورسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  نشریې ته ځینو طالب سرچینو ویلي، دوی له برېټانیا د تېرو شلو کلونو د حضور تاوان غواړي څو په دې پیسو بېرته خپل هېواد جوړ کړي.

 بلخوا ځینو برېټانوي سرچینو هم یادې نشریې ته ویلي، ښايي طا لبان له برېټانیا میلیاردونه ډالر غرامت وغواړي او یا ترې دا غوښتنه وکړي چې د افغانستان په بیا رغونه دې کار وکړي.

خو په ورته وخت کې یوه برېټانوي پوځي بیا ویلي چې له افغانستان سره دې مرستې بندې شي، ځکه تر دې دمه د دغه هېواد پر وضعیت باور نشته دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143397

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143397/

جمهور
  https://www.jomhornews.com