د پاکستان د اټوم بم پلار عبدالقدیر خان ومړ

18 میزان 1400 ساعت 13:29

د پاکستان یو وتلي ساینس پوه عبدالقدیر خان چې د پاکستان د اټومي بم پلار په نوم یادېده د ۸۵ کلونو په عمر په اسلام آباد کې مړ شوی دی.


د پاکستان یو وتلي ساینس پوه عبدالقدیر خان چې د پاکستان د اټومي بم پلار په نوم یادېده د ۸۵ کلونو په عمر په اسلام آباد کې مړ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپله ټوېټرپاڼه د عبدالقدیرخان په مړینه خواشني ښودلې ده.

عمران خان ویلي، عبدالقدیر خان د پاکستان له خلکو سره مینه لرل او له برکت یې دغه هېواد د اټومي طاقت خاوند شوو.

دی وايي، عبدالقدیرخان د پاکستان د خلکو لپاره یو ملي سمبول او په خبره یې په فیصل جومات کې به خاورو ته وسپارل شي.

د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک هم پر خپله ټویټرپاڼه د قدیر خان پر مړینه سخت خواشینی ښودلې او د هغه مړینه یې د پاکستان لپاره لویه ضایعه بللې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې عبدالقدیر خان په دې وروستیو کې د سږو په تکلیف اخته شوی و.

هغه په ٢٠٠۴ مېلادي کال کې په دې اعتراف وکړ چې د اټوم اسرار یې اېران، لېبېا او شمالی کوریاته ورکړي دي.

قدیر خان ډېر کلونه د پاکستان د اتومي پروګرام د ادارې ريیس و، وروسته په دې خاطر چې په پټه یې پر ایران او سعودي اتومي مواد پلورلي دي، له دندې ګوښه شو او یوه موده په کور کې نظر بند و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143415

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143415/

جمهور
  https://www.jomhornews.com