ټرمپ: یوازې درې سلنه ایستل شوي افغانان په شرایطو برابر دي

18 میزان 1400 ساعت 14:48

د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان وضعیت او د بایډن پر مدیریت نیوکه کړې ده.


د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان وضعیت او د بایډن پر مدیریت نیوکه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، د امریکايي حکومت هغه ادعاوې بې بنسټه دي چې وایي له افغانستان یې مهم نظامي تجهیزات ایستلي او لسګونه ټانګونه یې ویجاړ کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، دا هر څه پر خپل ځای دي او ادعا یې کړې چې ځينې امریکایي وسلې او تجهیزات په تور بازار کې پلورل کېږي.

ټرمپ همدا راز وایي یوازې درې سلنه هغه کسان چې د امریکایي ځواکونو له لوري له کابل هوایي ډګر ایستل شوې په شرایطو برابر دي.

دی زیاتوي، امریکایي لوري هېڅ پلان او تګلاره نه لرله، چې باید څوک له افغانستان وباسي نو له همدې امله شاوخوا ۹۷ سلنه داسې خلک ایستل شوي چې په هېڅ صورت په شرایطو برابر نه دي.

هغه ټینګار کړی چې باید د دې خلکو په اړه تحقیقات وشي او بایډن دې هم د خپل کمزوري مدیریت په تړاو له فشارونو سره مخ شي.

په ورته وخت کې ټرمپ دا هم ویلي، طالبانو هغه چلند چې له جوبایډن سره وکړ، له ده سره نه شول کولای.

ټرمپ د طالبانو د دغه چلند پر وړاندې د ولسمشر بایډن دریځ شرمونکی ګڼلی او زیاته کړې، چې طالبانو ته مې داسې شرایط وضع کړي وو، چې که یو یې هم نقضاوه، له منځه مې وړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 143421

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143421/

جمهور
  https://www.jomhornews.com