الجزیره: امریکا له افغانستان سره بشري او اقتصادي مرستې کوي

19 میزان 1400 ساعت 7:57

الجزیرې تلوېزیون په دوحه کې د طالبانو او امریکايي پلاویو دوه ورځنیو ناستو او خبرو ته په اشارې وايي، دا ناسته ګټوره وه او امریکا ګڼې ژمنې کړې دي.


الجزیرې تلوېزیون په دوحه کې د طالبانو او امریکايي پلاویو دوه ورځنیو ناستو او خبرو ته په اشارې وايي، دا ناسته ګټوره وه او امریکا ګڼې ژمنې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا پلاوي له تېرو دوه ورځو راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې سره جرګه وو.

په دغه لیدنه کې په ګڼو مسایلو خبرې شوې، خو تر اوسه یې بشپړ جزیات رسنیو ته نه دي راوتلي، مګر طالبانو او ځينو رسنیو دا ناسته ګټوره بللې ده.

الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ وروستۍ لیدنه ګټوره وه او امریکا له افغانستان سره ګڼې ژمنې کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ امریکا ژمنه کړې چې له افغانستان سره به بشري او اقتصادي مرستې کوي څو د دغه هېواد اقتصاد وده وکړي.

همدارنګه په دې لیدنه کې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو د خلاصولو غوښتنه هم شوې ده خو امریکا په دې برخه کې واضح ژمنه نه ده کړې.

د یادونې دهو چې واک ته تر رسېدو وروسته دا په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لومړنۍ مخامخ لیدنه وه چې طالب چارواکي یې هم مهمه بولي.

همدا راز په دوحه کې د اروپايي ټولنې له استازو سره هم لیدنه شوې، چې دوی هم د بشري مرستو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143428

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143428/

جمهور
  https://www.jomhornews.com