د بهرنیو چارو وزارت: د دوحې ناسته ګټوره وه

19 میزان 1400 ساعت 8:16

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوحه کې د اسلامي امارت او امریکا د پلاویو تر منځ ناستو کې په ګڼو مسایلو خبرې شوې او دا خبرې ګټورې وې.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوحه کې د اسلامي امارت او امریکا د پلاویو تر منځ ناستو کې په ګڼو مسایلو خبرې شوې او دا خبرې ګټورې وې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوی، په دغه ناسته کې پر ګڼ شمېر سیاسي او علاقې وړ مسایلو خبرې شوې دي.

د سرچینې په وینا په غونډه کې ټینګار شوی، چې د دوحې تړون عملي کېدل د ګڼ شمېر ستونزو د حل یوازنۍ لار بلل ده او باید عملي شي.

طالب پلاوی امریکايي پلاوي ته په ښکاره ویلي، چې بشري مرستې باید په سیاسي مسایلو پورې ونه تړل شي، ځکه چې افغانان تر بل هر وخت بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري.

په ورته وخت کې امریکايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به بشري مرستې کوي او له نورو نړیوالو بنسټونو به هم وغواړي، چې له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي.

د امارت پلاوي د امریکا د کېدونکو مرستو هرکلی دی او ژمنه یې کړې ده، چې یادې مرستې په شفایت سره اړمنو کسانو ته رسول کېږي او تر څنګ به یې د مرسته کوونکو بنسټونو استازو ته د راتګ او امنیت فضا برابروي.

په دغه غونډه کې په راتلونکې کې هم د دواړو لارو ترمنځ د دغه ډول ناستو په تر سره کېدو ټینګار شوی دی.

الجزیرې انګلسي برخې هم په یوه راپورو کې د خپلو سرچینو په حواله د دوحې ناسته ګټوره بللې او ویلي یې دي، چې امریکا له افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو ژمنه کړې ده.

ویل کېږي، طالب پلاوي په دې ناسته کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه هم کړې، خو امریکايي لوري واضح ژمنه نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143431

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143431/

جمهور
  https://www.jomhornews.com