امریکا: له طالب پلاوي سره مو خبرې صریح او مسلکي وې

19 میزان 1400 ساعت 8:41

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو له پلاوي سره د دوی د پلاوي خبرې صریح او مسلکي وې او په ګڼو موضوعاتو ورسره خبرې شوې دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو له پلاوي سره د دوی د پلاوي خبرې صریح او مسلکي وې او په ګڼو موضوعاتو ورسره خبرې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وايي، امریکايي پلاوي د امنیت، د ترهګرۍ اندېښنو، په خوندي توګه د امریکایي اتباعو او افغانانو په وتلو ، بشري حقونو او د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې په معني داره توګه مېرمنو او نجونو ته د برخې په ورکولو تمرکز درلود.

نوموړي زیاته کړې، د دواړو هېوادونو استازو د امریکا لخوا د افغانستان د ولس سره د مخامخ بشري مرستو په برابرولو هم خبرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، بحثونه صریح او مسلکي و او امریکایي هیت پدې ټینګار کاوه چې د طالبانو په هکله قضاوت د هغوي په الفاظو نه بلکې په عمل کېږي.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا د طالبانو او امریکا استازي په دې دوه ورځنیو خبرو کې کومې موافقې ته رسېدلي او که نه.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا ناستې او خبرې ګټورې وې او امریکا د بشري مرستو په برخه کې ژمنې کړې دي.

په ورته وخت کې الجزیرې هم د خپلو سرچینو په حواله د دوحې خبرې ګټورې بللې وايي، امریکا د افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 143434

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143434/

جمهور
  https://www.jomhornews.com