د امریکا او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا:

شېرمن: امریکا له پاکستان سره پراخو او ژورو اړیکو ته چمتو نه ده

19 میزان 1400 ساعت 10:17

له تېرو څو کلونو راهیسې د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې پيکه، خو په دې وروستیو کې دا اړیکې تړینګلې شوې او نور واشنګټن ته اسلام آباد هغه پخوانی اهمیت نه لري.


له تېرو څو کلونو راهیسې د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې پيکه، خو په دې وروستیو کې دا اړیکې تړینګلې شوې او نور واشنګټن ته اسلام آباد هغه پخوانی اهمیت نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې د سیمې په ځانګړي ډول د افغانستان پر سر سره ترینګلې شوې، ځکه امریکا وايي، پاکستان ورسره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دوه مخی چلند کړی دی.

د امریکايي چارواکو په وینا پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په موخه له امریکا میلیاردونه ډالر تر لاسه کړي، خو همدا ډالر یې بیا د ترهګرو په تمویل او د امریکا خلاف کارولي دي.

دا خبره د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم کوله او همدا و، چې پر پاکستان یې میلیاردونه ډالر مرسته بنده کړه او دا هېواد له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شو.

پاکستان له تېرو دوه کلونو راهیسې هڅې کوي، چې اړیکې ښې کړي، خو نه یوازې چې ښې نه شوې، بلکې ورځ تر بلې مخ په خرابېدو روانې دي.

دا اړیکې پر کابل د طالبانو له واکمېدو سره سم نورې هم ترینګې شوې، که څه هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په وار وار هڅه وکړه، چې له امریکايي ولسمشر جوبایډن سره تلېفوني خبرې وکړي، خو هغه ورته تر اوسه کوم اهمیت نه دی ورکړی او دې کار خان په غوسه کړی دی.

تازه ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې د واشګټن او اسلام آباد اړیکو ته کتنه کړې وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وندي شېرمن پاکستان ته د خپل سفر پر مهال پاکستاني چارواکو ته په زغرده ویلي، چې د امریکا او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي.

پاکستاني چارواکي په دې هم سخت غوسه دي او هم نهیلي چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې د اسلام اباد په سفر کې یوازې پر افغانستان تمرکز درلود.

دوی تمه درلوده، چې شرمن به له پاکستاني چارواکو سره په دې خبرې وکړي چې په څه ډول پاکستان یو وار بیا په سیمه کې د امریکا په ستراتیژیک دوست هیواد بدلېدای شي او د پخوا په شان پاکستان ته پوځي او مالي مرستې پیل کړي.

خو شېرمن، له قریشي او جنرال باجوه سره یوازې د افغانستان او طالبانو په اړه خبرې وکړې.

دې نه یوازې دا چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د کتلو لپاره ځان ته زحمت ورنه کړ بلکې له قریشي، باجوه او نورو چارواکو سره یې د امریکا او پاکستان د اړیکو موضوع ته هېڅ راز اشاره ونه کړه.

پاکستاني رسنۍ وايي، شرمن په دې توګه پاکستان ته دا پیغام ورساوه چې اسلام اباد ته د دې سفر د یوې خاصې او محدودې موضوع په اړه دی نه د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه.

ګارډین د شېرمن له قوله لیکلي چې، امریکا دې ته چمتو نه ده چې له پاکستان سره پراخې او ژورې اړیکې ولري.

یادې ورځپاڼې دغه راز د یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي له قوله لیکلي، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې ترېنګلې دي او یوه کړکېچ ته د داخلېدو په حال کې دي.

هغه دغه راز ویلي، چې عمران خان لا هم غوسه دی چې ولې بایډن ورسره ټېلیفوني اړیکه نه ‌نیسي.

ځینو پاکستاني رسنیو ویلي، پاکستان توقع لرله چې امریکا به له پاکستان سره د نویو اړیکو باب پرانیزي خو داسې ښکاري چې امریکا نور پاکستان ته اهمیت نه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com