۰
د ملګرو ملتونو سرمشنی:

له طالبانو په کلکه ترې غواړم چې له ښځو او نجونو سره په خپلو ژمنو ودرېږي

سی شنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۰
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش طالبان تورن کړل، چې د افغان ښځو او نجونو به برخه کې یې له نړیوالو سره خپلې کړې ژمنې نه دي پر ځای کړې.
له طالبانو په کلکه ترې غواړم چې له ښځو او نجونو سره په خپلو ژمنو ودرېږي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش طالبان تورن کړل، چې د افغان ښځو او نجونو به برخه کې یې له نړیوالو سره خپلې کړې ژمنې نه دي پر ځای کړې.

د جمهور آزانس د خبر له مخې ګوترېش په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي، طالبانو ته یې ځانګړی خبرداری دا دیو چې هغوی هغه ژمنې ماتې کړې، چې ښځو او نجونو ته یې ورکړې وې.

نوموړي دې ته په اشارې چې له ۲۰۰۱ څخه، هېڅ نجلۍ ښوونځي ته نه تله اوس ۳ ملیونه نجونې ښوونځیو ته تلې، وویل «د ژمنو ماتېدا د افغان نجونو او ښځو ارمانونه ماتوي.»

دی وايي، له طالبانو په کلکه غواړي، چې له ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قانون پر اساس خپل مسوولیتونه عملي کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ، چې له دې مسلې به لاس وانخلي او دوی هره ورځ له طالبانو سره په دې اړه خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پرون دوشنبې د تلې ۱۹ مه دوحه کې په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو ښوونځي پیل شوي او په نور ولایتونو کې به هم په تدریج سره پیل شي.

د افغانستان سره د اقتصادي مرستو په اړه:

بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش پر نړیوالو غږ وکړ، چې افغانستان ته مالي مرستې ورکړي څو له اقتصادي پاشلتیا راوګرځي.

نوموړي و ویل، د افغانستان ۸۰ سلنه اقتصاد غیر رسمي اقتصاد دی چې ښځې پکې مهم رول لري، نو له هغوی پرته د افغانستان اقتصاد ښه کېدای نه شي.

ښاغلي ګوترېش په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې په بهر کې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې او نړیوالې مرستې هم ځنډول شوې دي.

هغه و ویل «موږ ته پکار ده چې داسې لارې – چارې ومومو چې د افغانستان اقتصاد بېرته سا واخلي، دا کار په داسې ډول کېدای شي چې د نړیوالو قوانینو یا اصولو سرغړونه ونه شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دی له نړیوالو غواړي، څو د افغانستان اقتصاد ته د پیسو د تزریقولو لپاره اقدام وکړي او د دغه هېواد اقتصاد له سقوطه څخه راوګرځوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او ورسره پلاوی هم له امریکايي پلاوي سره د لیدنې پر مهال له امریکا غوښتي، چې د افغانستان کنګل کړې پیسې خلاصې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په وینا امریکا د افغانستان ۹.۶ میلیارد ډالره پانګه کنګل کړې او دې کار د افغانستان خلک له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي