د اسلامي امارت پلاوی د اروپايی ټولنې له استازو سره خبرې کوي

20 میزان 1400 ساعت 8:06

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د دوی پلاوی به د اروپايي ټولنې له استازو سره خبرې وکړي.


د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د دوی پلاوی به د اروپايي ټولنې له استازو سره خبرې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي او ورسره پلاوی، چې لا هم دوحه کې دی، پرون دوشنبې د تلې ۱۹ مه په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې اسلامي امارت له اروپا سره ښې اړیکې غواړي.

نوموړي زیاته کړه« موږ له اروپايي ټولنې سره هم غواړو تفاهم او مثبت تعامل ولرو. افغانستان غواړي چې د جګړې له فصل وروسته اوس مثبت تعامل ولري.»

ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې نوی حکومت نه غواړي ولس یې د اروپا مهاجرت ته تشویق یا مجبوره شي او نه هم غواړو چې اروپا د افغان مهاجرو تر بوج لاندې وي.

د متقي په خبره طالبانو تر دې دمه د امریکا، جرمني او بریتانیا له چارواکو او د پارلمان له غړیو سره لیدلي.

له امریکايي پلاوي سره د لیدنې په اړه طالب پلاوی وايي، خبرې یې ګټورې وې او پر دې موافقه شوې، چې امریکا به له افغانستان سره بشري او اقتصادي مرستې کوي.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، له طالبانو سره د دې اوونۍ لیدنه صادقانه او مسلکي  وه، خو په وینا یې، د دوحې غونډه په هېڅ عنوان د طالبانو د په رسمیت پيژندلو په نیت نه وه جوړه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143468

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143468/

جمهور
  https://www.jomhornews.com