د پاکستان پي ای اې او د ایران مهان له افغانستان میلیونونه ډالر ګټلي

20 میزان 1400 ساعت 8:59

فایننشل ټایمز وایي، په سیمه کې دوه بدنام او دیوالي شوي هوایي شرکتونه د پاکستان (PIA)او د ایران ماهان له افغانستانه میلیونونه ډالر ګټلي دي.


فایننشل ټایمز وایي، په سیمه کې دوه بدنام او دیوالي شوي هوایي شرکتونه د پاکستان (PIA)او د ایران ماهان له افغانستانه میلیونونه ډالر ګټلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، پي ای اې او مهان شرکتونه په دې توانیدلي چې تیرو دوه میاشتو کې د افغانستان له روان سیاسي حالت ګټه واخلي او بیرته خپل ځان په پښو ودروي.

سرچینه وايي، دواړه شرکتونه د سقوط په مرحله کې وو او خپل باور یې هم په بشپړه توګه بایللی وو، خو افغانستان کې وروستي بدلونونه د دغه دواړو شرکتونو په ګټه شول، له سقوط حالت بچ او په میلیونونه ډالر یې اضافي وګټل.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي پاکستان د افغانستان یوه هوايي شرکت کام ایر ته پاکستان ته د تګ راتګ اجازه تر یوه وخت پورې ځنډولې ده.

د دې تر څنګ ویل کېږي پي ای اې شرکت بیا له کابل څخه اسلام آباد ته د یوه ټیکټ بیه له ۱۵۰ امریکايی ډالره تر ۲۰۰ پورې پورته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143474

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143474/

جمهور
  https://www.jomhornews.com