ایران د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

20 میزان 1400 ساعت 9:14

ایراني چارواکي وايي، ډېر ژر به د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونده جوړه شي.


ایراني چارواکي وايي، ډېر ژر به د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونده جوړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي دیپلومات رسول موسوي ویلي، د غونډې کوربه به تهران وي، خو کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې.

موسوي زیاته کړې، چې د افغانستان ګاونډيان به د افغانستان په اړه د فعال ديپلوماتيک رول له لوبولو سره د دغه هېواد قضيه کې فعاله ونډه ولوبوي.

سرچينې په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي مسکو به هم په راتلونکې کې د افغانستان په اړه یوه غونده جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143476

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com